د ایکنا د راپور له مخې، چې د «المؤشر» له قوله خپور شوی راغلي دي، دا نوې څانګې د ديني زده کړو او د قرآن د حفظ د پراختيا په موخې، او همدارنګه دآنلاين نړيوال حفظ پلېټ فارم له بريا وروسته، د هغو سيمو د خلکو د اړتيا د پوره کولو لپاره جوړې شوې دي چې هلته مخکې دا ډول څانګې نه وې.
د دې اقدام هدف دا دی چې د قرآن حفظ آسان شي او د هغو سيمو خلکو ته د ديني علومو زدهکړې ته لاسرسی پيدا شي. دا مؤسسې د شيخ الازهر احمد الطيب د لارښوونو پر بنسټ جوړې شوې، ځکه هغه د الازهر د قرآني څانګو پراختيا ته ځانګړې پاملرنه لري.
د الازهر د مؤسسو عمومي ناظر، عبدالمنعم فؤاد، وويل: «د نوو څانګو پرانېستل به د مصر د نويو ښارونو د اوسېدونکو تر مینځ د الازهر د منځلاري او معتدل فکر د خپرېدو يو پُل وي.»
ده زياته کړه: «مونږ هڅه کوو چې د قرآن د حفظ او د قرآني علومو په برخې کې له افراطي افکارو څخه ليرې، غوره تعليمي خدمتونه وړاندې کړو،څو خپل ځوانان او اولادونه له تندلاروۍ او سرزورئ وژغورو.»
په همدې لړ کې، د جامع الازهر د جومات متولي، هاني عوده، وويل: «په نوو څانګو کې به د تدريس بهير د هماغه کيفي معيارونو او دقت سره ترسره کېږي چې د جامعة الازهر د قرآن د حفظ په مؤسسې کې پلي کېږي.»
هغه ټينګار وکړ: «د دې څانګو پرانېستل به زرګونو کسانو ته دا فرصت ورکړي چې د قرآن حفظ، او د ديني او دنياوي علومو له نږدې درک او زدهکړې څخه برخمن شي.»
https://iqna.ir/fa/news/4315907